په بلخ کې ۴۷ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر
د بلخ ولایت په چمتال، دولت آباد او بلخ ولسوالیو کې د یو قومندان په ګډون ۱۸وسله وال طالبان وژل شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې تېره شپه افغان ځواکونو د بلخ په چمتال، دولت آباد او بلخ ولسوالیو کې عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې د یو قومندان ملا دلاور په ګډون ۱۸ طالبان ووژل شول او ۲۹ نور یې ټپیان شول.
پای/وصال