په بلخ کې ۳۰ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي

کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر

د مزارشریف د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۳۰ تنه د بېلا بېلو جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي.

د یاد ولایت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې  ۳۰ تنه د غلا، وژنې، الکترونیکي جرایمو، بډې اخیستنو او د اخلاقي فساد په تور نیولي دي.

باید وویل شي چې امنیتي ځواکونو د جنايي جرمونو د مخنیوي په موخه ګړندۍ هڅې پیل کړي، چې ورسره نه یوازې ټول هېواد کې ډاډمن امنیت ټینګ شوی بلکې ورسره د جنايي جرمونو په کچه کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته