په بلخ کې ۲۶ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
کابل / د چنګاښ ۵مه / باختر
په بلخ کې د وسله والو طالبانو د راټولېدو پر سيمې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې چې د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ د بلخ د شولګرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول؛ وژل شوي دي.
رضايي زياته کړه: په دغو عملياتو کې ١٧ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى ٩ موټرسايکلونه له منځه يوړل شول.
ختم-ج-ا