خبرونهامنیت

په بلخ کې ۱۱۰۰ بوتله مشروبات ونیول شول

کابل، د سلواغې ۸مه، باختر

د بلخ د امنیې قومندانۍ مسوولین د دغه ولایت په حیرتان بندر کې د ۱۱۰۰ بوتله الکولي مشروباتو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې آمر سمونیار جمعه خان راسخ کوچی د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چي په یاد ولایت کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې هغه کس نیولی چې غوښتل یې ۱۱۰۰ بوتله الکلوي مشروبات چې ۶۵۴ لېټره کېږي د حیرتان بندر له لارې مزارشريف ښار ته انتقال کړي.

د راسخ کوچي په وینا نیول شوی کس د ازبکستان هېواد اوسېدونکی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته