خبرونهټولنهTOP

په بلخ کې کډوالو کورنیو ته د ۱۲۵ کورونه د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د وږي ۲۲ مه، باختر

د بلخ ولایت ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کډوالو کورنیو لپاره د ۱۲۵ کورونو د جوړولو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي اسد الله وفا د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د بلخ په زاري، شولګرې او نهر شاهي ولسوالیو کې د یونسیار دفتر په مالي ملاتړ د کډوالو کورنیو لپاره د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲۵ کورونه د څلورو مياشتو په موده کې جوړېږي.

په ورته وخت کې یادو ولسوالیو ته راستنېدونکو کډوالو د یادو کورونو په جوړولو خوښي ښودلې او له دولت څخه دوی ته د نورو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته