په بلخ کې چاودنې دوه تنه ووژل
کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې نن د يو ماشوم په ګډون دوه تنه د ماين په چاودنه کې ووژل شول.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وويل چې دغه ماين د مزارشريف ښار په صميم سانچارکي څلورلاره کې پر يو بايسکل کې وچاودېد چې د يو ماشوم په ګډون ٢ تنه يې ووژل.
عادل زياته کړه چې په دې چاودنه کې ٣نور ملکيان ټپيان شول.
تراوسه د دغې چاودنې مسووليت هېچا نه دى منلى.
ختم-ج –ا