-کابل باختر د زمري اوولسمه :
دروان کال په پنځو مياشتو کې په بلخ ولايت کې څه ناڅه پنځوس تنه دغلا په تور نيول شوي دي .
دغه ټکى دبلخ ولايت امنيه قوماندان جنرال سيد کمال سادات نن په يوه خبري غونډه کې څرګند کړ اوزياته يې کړه: پوليس هلې ځلې کوي چې دغه شان کسان ونيسي چې خلک وکولاى شي په ارامه او سوله ئيزه فضاکې ژوند وکړي .
سادات زياته کړه چې په مزارشريف ښار کې دغلاو زياتوالي په دغه ښار کې دبې نظمۍ سبب شوى او دټولنې نظم ګډوډ شوى .
داپه داسې حال کې دى چې دمزارشريف ښار يوشمير اوسيدونکي په دغه ښار کې دغلا دپيښو دزياتوالي له امله شکايت کوي .
ختم- عطاالله
2 د یوې دقیقې څخه لږ