– کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٥مه
په بلخ کې د څښاک اوبو يوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د بلخ د کرنې او اوبو لګولو رييس محمدسالم ساعي باختر آژانس ته وويل چې د څښاک اوبو دغه شبکه د څلورو ميليونو افغانيو په لګښت د بلخ د دهداي ولسوالۍ په وردګانو کلي کې جوړه شوې ده.
د دې شبکې دستګاوې په لمريزې برېښنا سره له څا څخه اوبه باسي او دغه شبکه د اوبو يوه ستره زيرمه لري چې په دغه کلي کې ٩٠٠ کورنيو ته اوبه برابروي.
پاى ذ