امنیت

په بلخ کې يو شمېر وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختر دسلواغي دويمه :
د ملي اردو د ځواکونو د هغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې پرون د بلخ ولايت په مربوطاتوکې ترسره شول؛ وسله والوطالبانو ته د سر زيان واوښت.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات دبلخ ولايت د نهر شاهي ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې يو شمېر وسله وال طالبان ووژل شول او يوه اندازه جنګي وسايل په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلل.
د يوبل بر له مخې: د ملي اردو يو عسکر پرون دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالۍ په مربوطاتوکې په سړک کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله شهيد شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته