ټولنه

په بلخ کې يو زرو پنځه سوه تنو حرفوي او فني زده کړې وکړې .

کابل باختر دوږي اوومه :
يو زرو پنځه سوه  تنو چې په بلخ ولايت کې حرفوي او فني ليک لوست  زده کړې  وې پرون ورته دفراغت  سندونه ورکړل شول
دباختراژانس  دخبرله مخې، دفراغت په غونډه کې  دپوهنې وزارت دليک لوست دزده کړې مرستيال سردار محمد رحيمي  خبرې وکړې وويل چې دافغانستان دولت په تيره  يوه نيمه پيړۍ کې وکولاى شول په هېواد کې دليک لوست کچه په سلو کې  له پنځه ويشتو  څخه څلويښتو ته لوړه کړي .
ده زياته کړه چې له بده مرغه  تراوسه پورې هم  دهېواد په سلو کې  شپيته  هېوادوال  بې سواده دي .
دليک لوست يوشمير  ښځو چې حرفوي او فني  زده کړې هم کړي دي وايي چې دوى دحرفه يي زده کړې سره جوخت  وکولاى شول  لوستل او ليکل هم زده کړي  او په دغه ولايت کې دليک لوست دپروګرامونو او دحرفوي او فني زده کړو   دوخت دزياتوالي  غوښتنه وکړه.
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته