ټولنه

په بلخ کې يوې نجلۍ له يوې ودانۍ څخه ځان وغورځاوه

کابل / د وږي ٢٥مه / باختر
د بلخ پوليس وايي چې د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې  يوې ځوانې نجلۍ له يوې       ودانۍ څخه د ځان په غورځولو سره خپل ژوند پاى ته ورساوه.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل، رسنيو ته ويلي دي چې د دغه ولايت د مرکز مزاشريف ښار په اتمه ناحيه کې يوې ځوانې نجلۍ د کورني تاوتريخوالي په  دليل د يوې ودانۍ له اتم پوړ څخه ځان وغورځاوه او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه.
د بلخ د ښځو چارو رييسې شهلا حديد د ښځو او نجونو ځان وژنه، د ښځو له حقوقو څخه د خلکو کمه پوهاوي او کورنۍ تاوتريخوالى ياد کړ.
حديد وويل چې د روان کال په بهير کې په بلخ کې د ښځو د ځان وژنې درې پېښې ثبتى شوې دي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته