ښوونه او روزنه

په بلخ کې يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړيږي

کابل/ باختر/دغبرګولي دمياشتې٢٢مه
په بلخ ولايت کې د ولسي تړون پروګرام له خوا د څه د پاسه درې ميليونو افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړيږي.
باختر آژانس ته د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام  د عامه اطلاعاتو ادارې د معلوماتو له مخې، د دغه ښوونځي ودانۍ د څه دپاسه     درې ميليونو او ٣٠٠ زرو افغانيو په لګښت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون پروګرام له خوا د بلخ ولايت په نهرشاهي ولسوالۍ کې جوړيږي.
د ښوونځې په دې ودانۍ کې شپږ درسي او اداري خونې او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوې دي.
د دغه ښوونځي د جوړولو د کار په بشپړيدو سره په نهرشاهي ولسوالۍ کې زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه فضا برابريږي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته