کابلباختر د زمري ١٩ مــــــــــــه
يوه څوارلس کسيزه ډله وسله وال مخالفين په بلخ ولايت کې دسو لې له بهير سره يوځاى شوه
دملي امنيت د اداري مطبو عا تي دفتر باخترا ژانس ته په يوې ليږل شوى خبر پاڼه کې څرګنده کړې ده ددولت د وسله والو مخالفينو يوې څوارلس کسيزې ډلې دبلخ ولايت دبلخ ولسوالۍ داوسيدونکى په طوفان مشهور قوما ندان ضيا الحق په سر ګرو پي دسو لې له بهير سره يوځاى شوه .
دغه ډله چې له څه مو دى را په ديخوا د بلخ ولسوالۍ په مر بو طاتوکې په وسله والو فعاليتونو بوخت و دسو لې په رښتينولى په پو هيدو سره له مخالفت اودښمنې څخه لاس واخيست او ددغه ولايت د ادارو د مسولينو په شتون په يوي ځانګړى غونډې کې دسو لې له بهير سره يوځاى شو اوڅرګنده يي کړه چې له دې وروسته په خپلو سيمو کې دسو لې اوثبات د تامينولو په لاره کې له هيڅ راز هڅو او هاند څخه ډډه نه کوي او خپل سو له ييز ژوند ته دوام ورکړي