امنیت

په بلخ کې مظاهرې پاى ته ورسيدې .

کابل باخترد وري دريمه
په بلخ  کې مظاهرې  دملي شورا داستازو او دولايتي شورا دغړو په منځګړيتوب  پاى ته ورسيدې .
دجمهوري رياست دلومړى مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم دملاتړو او د بلخ ولايت دسرپرست ستر جنرال عطامحمد نور  دپلويانو مظاهرې نن په ملي شورا کې دبلخ ولايت داستازو  او ددغه ولايت  دولايتي شورا دغړو په منځګړيتوب  پاى ته ورسيدې .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال  جنرال  دوستم پلويانو  دروضې  دختيځ په يو کيلومتري واټن کې په کامګار ساحه کې دمظاهرو په کولو سره دجنرال دوستم د تصوير دښکته کولو دعاملانو دپيژندنې او مجازاتو غوښتنه کوله .
دغه راز  دبلخ ولايت دسرپرست جنرال عطامحمد نور ملاتړو دروضې دجنوب په يوکيلومتري واټن شاديانو په چوک کې  لاريون وکړ او دشعارونو په ورکولو سره يې دملي وحدت غوښتنه کوله او ويې ويل نه غواړو  چې زموږ  ښار ناامنه شي   په پاى کې مظاهرې  په ملي شورا کې دبلخ داستازو او ددغه ولايت دولايتي شورا دغړو په منځګړيتوب پاى ته ورسيدې .
  په همدې حال کې دبلخ  ولايت دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر  عبدالرزاق  قادري وايي چې تراوسه پورې دجمهوري رياست دلومړى مرستيال  جنرال دوستم دتصوير دښکته کولو په تورشپږ تنه  نيول شوي او ددغې قضيې دپاتې عاملينو دنيولو په موخه دپوليسو هلې ځلې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته