خبرونهامنیت

په بلخ کې لسګونه کیلوګرامه نشه یي توکي ونیول شول

کابل، د مرغومې ۲۸مه، باختر
د بلخ امنيه قوماندانۍ اړوند د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو لسګونه کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه یي توکي نیولي دي.
د دغه ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ادارې آمر سمونیار جمعه خان وايي چې د دغه مدیریت امنیتي ځواکونو د یوه لړ کشفي عملیاتو پرمهال په بېلابېلو سیمو کې ۴۵ کیلو ګرامه د ایلف په نوم پوډر، ۳۶ کیلو ګرامه تریاک، ۳ کیلو ګرامه شیشه، ۵۰۰۰ تابلیت کا ګولۍ، ۳۰ بوتله بهرني شراب او ۱۲۰ لېټره کورني شراب کشف او ترلاسه کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په دې تور یې دوه تنه چې غوښتل یې یاد توکي د سرپل ولایت د سید آباد ولسوالۍ اړوند سیمې څخه بلخ ولايت ته انتقال کړي د دغه ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.
د یادونې وړ ده چي څو موده مخکې هم د دغه مدیریت منسوبینو له لوري د یوه لړ کشفي عملیاتو په لړ کې په زیانه اندازه نشه یي توکي کشف کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته