په بلخ کې شاوخوا ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، غبرګولي ۲۰مه، باختر
په بلخ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په ګټې اخیستنې سره، شاوخوا ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
باختر آژانس ته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د اروپايي اتحادیې په مالي مرسته، د دغه ولایت د چهار بولک ولسوالۍ په لیک کلي کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په یاده شبکه کې د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د ۱۰ سولر تختو نښلول، د ۱۵۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل او د شپږ زره ۲۹۲ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي.
هېره دې نه وي چې د یادې شبکې د تطبیق په بهیر کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې ۱۷۰ کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته