ښوونه او روزنه

په بلخ کې زرتنه ماشومان په ښوونځي کې شامل شوي دي

کابل – باختر د کب دمياشتې ١١
په بلخ ولايت کې د ماشومانو بنسټ له خوا کابو زرتنه ماشومان په ښونځي کې شامل شوي او په بلخ ولايت کې مسوولينو د ماشومانو حالت د تېرو کلونو په پرتله د انديښنې وړ بللى دى.
په بلخ ولايت کې د ماشومانو د بنسټ مسوولې مريمې کريمي چې په بلخ کې په دې بنسټ کې د شاملو ماشومانو د ستاينې په پروګرام کې خبرې کولې؛ وويل چې په بلخ کې د ماشومانو حالت د تېرو کلونو په پرتله د انديښنې وړ دى.
ميرمن کريمي وويل چې د ماشومانو بنسټ له څو کلونو را په دې خوا د بېوزلو او مستحقو ماشومانو د ملاتړ په برخه کې کار کوي او د دغه بنسټ اصلي موخه د دغوماشومانو له کورنيو سره ملاتړ دى چې هغوى وکولاى شي د دغه بنسټ په همکارۍ خپل ماشومان په ښوونځيوکې شامل کړي.
د دې په خبره هغه کورنۍ چې اړتيا ولري؛ د ماشومانو يې ملاتړکيږي.
دې زياته کړه: په اوس وخت کې موږ ٣٦٠ کورنۍ تر خپل ملاتړ لاندې لرو او هغوى ته مياشت په مياشت معاش ورکول کيږي.
خبرځاى وويل: د هغې څيړنې له مخې چې د بشر د حقوقو دکميسيون له خوا په ١٣٩٢ کال کې ترسره شوې ده؛ ښيي چې په دغه ولايت کې په سلوکې٥١ ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته