اقتصاد

په بلخ کې زراعتي حاصلات ۲۵ سلنه زيات شوي دي

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٥مه
د بلخ د کرنې او اوبولګولو رياست مسوولينو په دغه ولايت کې د هندوانو او خټکيو د ۲۵ سلنې زياتوالي خبر ورکوي.
د بلخ د کرنې او اوبولګولو رياست د ترويج مسوول سيداحمد ساعدي د باختر آژانس  سيمه ييز خبريال ته وويل چې په خپل وخت د باران د اورښت، بزګرانو ته د کرکيلې  د روزنې او د موسمي ناروغيو د مخنيوي په پايله کې سږ ګال په دغه ولايت کې په څه دپاسه ١٠ زره هکتاره ځمکه کې هندوانې او خټکي کرل شوي دي چې د تېرکال په پرتله ٢٥ سلنه زياتوالى ښيي.
دغه راز بزګران هم د خپلو زراعتي محصولاتو د زياتوالي په خاطر خوشحال دي، خو د بازار د نشتوالي او د هندوانو او خټکيو د بيو د ټیټوالي، د هېواد نورو ولايتونو ته د دغو حاصلاتو د لېږونې لپاره د لارو د امنيت نشتوالى او د سړو خونو د نشتوالي په خاطر شکايت کوي او وايي چې د خپلو حاصلاتو د پلورنې له پلوه خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولاى .
د کرنې برخې کارپوه محمد حسين عظيمي د بزګرانو د ستونزو په تاييدولوسره وايي چې دولت بايد د بزګرانو د ملاتړ لپاره بشپړ تيارى ولري. د کال د هر موسم لپاره سترې زيرمې او سړې خونې جوړې او د لارو امنيت تامين کړي چې بزګران وکولاى شي د خپلو حاصلاتو د پلورنې لپاره خپل حاصلات نورو ولايتونو ته ولېږي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته