په بلخ کې د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

کابل / د چنګاښ ۱۱مه / باختر
په بلخ کې د يوه ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړولو کار په بشپړېدو سره، زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه فضا برابره شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ودانۍ د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې له لارې د ۵،۷ میليونو افغانيو په لګښت د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ په بهارستان کلي کې جوړ شوى دى.
دغه ودانۍ په ۵۳۰ مربع متره ځمکه کې په يوه پوړ کې جوړه شوې ده چې ۱۰ درسي خونې او نور ضروري ملحقات لري.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته