کابل، د تلې ۸ مه، باختر
د بلخ په مزار شریف ښار کې د محجوبه هروي ښوونځي ودانۍ د ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت بیا ورغول شوه.
د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس د یادې ودانۍ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي چې د یاد ښوونځي ودانۍ د ترکیې اړوند ټیکا دفتر په مالي ملاتړ د ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت بیارغول شوې ده.
هغه زیاته کړې چې یاد ښوونځي اته درسي خونې لري او ۱۵۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه هم برابره شوې ده.
ابوادریس زیاته کړه:« د ترکېې هېواد تر دې دمه له افغانستان سره د یوه ښه دوست په څېر پاتې شوی او تل يي له دې هېواد سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي، همداشان نوموړي زیاته کړه چې د دې ښوونځي بیا ځلې ترمیم او جوړېدل د ترکېې هېواد د ښو روابطو استازیتوب کوي او مونږ هم ډاډ ورکو چې د دې هېواد سره اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې لا پراخې کړو».
ورته مهال په مزارشريف ښار کې مېشت د ترکيې سر کنسول قاسم کبان وويل چې اوسمهال افغانستان د پرمختګ په لور روان دی او د ترکیې هېواد په افغانستان پرته له هر ډول توقع څخه د آبادۍ په برخه کې همکاري کوي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې سلګونه ښوونځي بیارغول شوي دي.