امنیت

په بلخ کې د کفايت مارکيټ د صرافانو د اتحاديې رييس وتښتول شو

کابل / د تلې لومړۍ/ باختر
ناپيژاندو کسانو نن سهار د بلخ د کفايت مارکيټ د صرافانو د اتحاديې رييس له مزارشريف ښار څخه وتښتاوه.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ ناپيژاندو وسله والو کسانو د مزارشريف ښار د کفايت مارکيټ د صرافانو د اتحاديې رييس عبدالقيوم زماني سهار دلمانځه له اداکولو وروسته د مزارشريف ښار ددريمې ناحيې په مربوطاتوکې کورته څيرمه وتښتاوه.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند د دغه خبرپه تاييدولو سره رسنيو ته وويل  چې پوليسو د هغه د ژغورنې لپاره څيړنې پيل کړي دي.
  ختم_ ج _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته