٣٦- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
افغاني اوايراني ناشرانو نن په مزارشريف ښار کې د کتاب نندارتون جوړکړ.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ د بلخ د اطلاعاتواوفرهنګ رييس مطيع الرحمن کريمي وويل په دې نندارتون کې څلوېښتو افغاني اوايراني ناشرانو ٢٧ زره ټوګه کتابونه د يوې اوونۍ لپاره په مزارشريف ښار کې نندارې ته وړاندې کوي.
د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي د کتاب لوستلو او مطالعې د ترويج او د ځوانانو،زده کوونکو اومحصلانو د هڅونې لپاره د کتاب نندارتون اغېزمن وباله او له زده کوونکو يې وغوښتل چې مطالعې ته مخه وکړي.
د ايران د اسلامي جمهوريت سرقونسل سيدمحمد حسن يحيوي د دغه نندارتون د پرانستلو په غونډه کې وويل چې د توان تر پولې پورې د بلخ د دولتي کتابتونونو په بډاينه کې هلې ځلې کوي.
ختم_ ج _اکرم
15 1 دقیقه لوستل