امنیت

په بلخ کې د چاودنې له امله څه ناڅه شل تنه ټپيان شول .

کابل   باختر دوږي دمياشتې ٣٠:
شل تنه ملکي وګړې نن په بلخ  ولايت کې دچاودنې له امله ټپيان شول .
باختر آژانس ته درارسيدلو خبرونو له مخې :  دغه کسان  دبلخ ولايت دچاربولک ولسوالۍ په بازار کې ديوبم دچاودنې له امله چې په يو موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوى  و  ټپيان شول .
عيني شاهدانو دباختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل :  چې په دې پيښه کې شل تنه ټپيان او يو تن بل شهيد شو.
دغه راز د دوو تنو ټپيانو روغتياي حالت هم خراب بلل شوى دى .
ويل کيږي پوليسو يو بل ماين له چاودنې مخکې په سيمه کې کشف او شنډ کړى دى.  ددغې پيښې جزييات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته