کابل باختر دوږي دمياشتې ٣٠:
شل تنه ملکي وګړې نن په بلخ ولايت کې دچاودنې له امله ټپيان شول .
باختر آژانس ته درارسيدلو خبرونو له مخې : دغه کسان دبلخ ولايت دچاربولک ولسوالۍ په بازار کې ديوبم دچاودنې له امله چې په يو موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوى و ټپيان شول .
عيني شاهدانو دباختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل : چې په دې پيښه کې شل تنه ټپيان او يو تن بل شهيد شو.
دغه راز د دوو تنو ټپيانو روغتياي حالت هم خراب بلل شوى دى .
ويل کيږي پوليسو يو بل ماين له چاودنې مخکې په سيمه کې کشف او شنډ کړى دى. ددغې پيښې جزييات وروسته خپريږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ