ښوونه او روزنه

په بلخ کې د يوه ښوونځي د جوړولو کار بشپړ شو

کابل / د زمري ١١ مه / باختر
په بلخ کې د يوه ښوونځي ودانۍ د جوړولو کار په بشپړېدو سره زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه فضابرابره شوه.
د باخترآژانس خبرله مخې؛ دغه ودانۍ د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د اقرا پروژې له لارې د ٦ر٧ ميليونو افغانيو په لګښت د بلخ په چاربولک ولسوالۍ کې جوړه شوې ده.
دغه ودانۍ ٨ درسي او ٢ ادارې خونې او نور ضروري ملحقات لري.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته