خبرونهورزش

په بلخ کې د وزلوبې سیالۍ پیل شوې

کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر

د بلخ د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولینو د یاد ولایت په کوربتوب د ۹ ولایتونو ترمنځ د وزلوبې سيالیو د پیل خبر ورکړی دی.

د مسوولینو په خبره، دغه سيالۍ د شمال زون په کچه د بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو څخه له ۲۰۰ زیاتو چاپندازانو ترمنځ یوه لویه سیالي ترسره شوه، چي په لوبه کې د بلخ ولایت ځایي مسؤلینو، د شمال زون د بزکشۍ فدراسیون مسؤلینو، بزکشیو اسانو مسؤلینو او شاه وخوا ۳۰ زرو مینوالو ګډون کړی و.

د بلخ ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمر مولوي نورعلم بدر وویل، یادې لوبې په شمال زون کې د ښې سوله ییزې فضاء کې ترسره شوې، چې پکې د نقدي جايزو ترڅنګ؛ دوه اوښان او يو موټر د ډالۍ په ټوګه اعلان شوي وو، چې چاپندازانو يادې ډالۍ د ښې لوبې په ترسره کولو سره خپلې کړې.

د یادونې وړده، چې په راتلوونکو ورځو کې هم دغه شان په زړه پورې لوبې ترسره کړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته