کابل / د لېندۍ ١٧ مه / باختر :
د فارياب دځانګړوځواکونو قوماندان په بلخ کې د وسله والو طالبانوپه بريد کې شهيد شو.
وسله والو يرغلګرو په قوماندان افسرمحمد خان احمدي تېره شپه په شولګرې ولسوالۍ کې دده په کور بريد وکړ اوله دريو ملګرو سره يې شهيد شو.
هغه دخپل پلار د مړي د ښخولو لپاره شولګري ولسوالۍ ته تللى و.
د بلخ دشولګرې ولسوالۍ د پوليسو مسوول سيدعارف اقبالي باختراژانس ته وويل ؛
چې يرغلګرو دفارياب دځانګړو ځواکونو دقوماندان محمد خان احمدي او دهغه د دريو ملګرو له وژنې وروسته وتښتېدل .
هغه وويل چې يرغلګرو دفارياب ددغه پوځي مقام دوه تنه خپلوان هم له ځان سره بيولي دي
هغه وسله وال طالبان دفارياب د دغه پوځي مقام دترورعامل بولي او ويې ويل د دغې پېښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل