امنیت

په بلخ کې د طالبانو د يوه ولسوال نيول کيدل

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه
د بلخ د چاربولک ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال تېره شپه له ۴ ملګرو سره يوځاى ونیول شو .
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي باختراژانس ته وویل، چې د بلخ د چاربولک ولسوالۍ لپاره د طالبانونومول شوي ولسوال ملاعزت الله په ګډون ۵ وسله وال طالبان دغې ولسوالۍ ته څېرمه د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شول .
رضایي زیاته کړه، چې په دغو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، مهمات او پوځي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
ختم _ ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته