په بلخ کې د شاتو د توليداتو زياتوالى

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٣٠
د بلخ ولايت د کرنې رياست مسوولين په روان کال کې د شاتو د زياتوالي خبر ورکړ او ويلي دي چې سږ کال په بلخ کې له ٢٥٠٠ څخه تر ٣٠٠٠ کيلوګرامو پورې خالص شات توليديږي چې د تيرو دوو کلونو په نسبت زياتوالى ښيي .
د بلخ د کرنې رييس کاتب شمس د باختر آژانس خبريال ته وويل: له دوو کلونو راپه دې خوا د بلخ ولايت اوسيدونکي د شاتو د مچيو د روزنې او رواجولو په خاطر ښې هلې ځلې کړې دي چې اوس د کرنې رياست په چوکاټ کې د شاتو د مچيو د روزنې يوه اتحاديه جوړه شوې ده او په بلخ او په تېره بيا د چهارکنت، مارمل او کشندې په ولسواليوکې د شاتو د مچيو د روزنې او د شاتو د توليد ٢٥٠ مرکزونه فعاليت کوي چې د بلخ ولايت د کرنې د رياست د اټکل له مخې په روان کال کې د دغه ولايت د مچيو خاوندان له٢٥٠٠ څخه تر ٣٠٠٠ کيلوګرامو پورې خالص شات ترلاسه کوي.
دغه راز انجنير شمس اسحق د بلخ ولايت په نارملې ولسوالۍ کې د شاتو د مچيو له روزنې سره د بلخ ولايت د چاپيريال د تطبيق خبر ورکړ او ويې ويل: د شاتو مچي زيات د ونو د ګلانو او له بوټو څخه تغذيه کيږي.
د مچانو د روزنې مسوول عبدالحق دغه راز د شاتو د مچيو روزنه يو ګټور کار وباله او ويې ويل چې دغه کار لږ لګښت او زيات ګټه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته