په بلخ کې د زده کړې له روزنيز کورس څخه د سرتيرو فارغيدل

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
   د ٢٠٩ شاهين قول اردو ٢٥ تنه منسوبين د وسايطو د تخنيک او ترميمولو له روزنيزو زده کړو وروسته فارغ شول.
  د ٢٠٩ شاهين قول اردو د تخنيک مدير ډګروال عبدالفتاح د باختر آژانس  خبريال ته وويل چې دغه کورس د قاطع ځواکونو په ملاتړ پيل شوي و او ګډون کوونکو په دغو برخوکې د دريو مياشتو لپاره مسلکي زده کړې کړې دې .
خبرځاى زياته کړه: د دغوکسانو له جملې څخه پنځه تنه يې د اداري کارونو په برخه کې او شل تنه نور يې د لويو او وړو پوځي  وسايطو د ترميمولو په برخه کې زده کړې وکړې.
ويل کيږي؛ دا دويم ځل دى چې د شاهين د ٢٠٩  قول اردو منسوبين له دغه کورس څخه فارغيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته