ټولنه

په بلخ کې د اوو ښوونځيو د ودانيو د جوړولو کار پيل شو

کابل/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۰مه
په بلخ ولايت کې د اوو ښوونځيو د ودانيو د جوړولو کار پرون پيل شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د دغو اوو ښوونځيو د ودانيو د جوړولو کار د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له بودجې څخه د ٣٠ ميليونو افغانيو په لګښت د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې پيل شو.
د دغو ودانيو د جوړولو د کار د پرانيستلو په مراسمو کې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت معين محمد اسحق قادري هم حاضر و.
د دهدادي ولسوالۍ يو شمېر زده کوونکي وايي چې د دغو ښوونځيو د ودانيو په جوړولو سره د ښوونځيو د ودانيو او د معياري درسي خونو د نشتوالي له امله د هغوى ستونزې لرې کېږي.
پاى شکريهذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته