په بلخ کې د اوبو شل تحقیقاتي څاګانې پرانستلې شوې

کابل / د مرغومي ۲۰ / باختر
د بلخ په مرکزمزارشریف ښارکې د اوبو۲۰ تحقیقاتي څاګانې پرانستلې شوې.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د اوبو د چارو د تنظیمولوملي ادارې د نړیوال بانک په مالي ملاتړد اوبو دغه تحقیقاتي څاګانې د بلخ په مرکزمزارشریف ښارپه مربوطاتوکې کېندلې دي.
دغه پروژې د اوبو د زیرمې د مطالعې، مدیریت، څارنې ، د مزارشریف ښار ترځمکې لاندې د اوبو د ظرفیت د تثبتولو او په دغه ولایت کې د څارنې څاګانې د منظمې شبکې د جوړولو په موخه کېندلې شوې ډي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته