اقتصاد

په بلخ کې د انګورو حاصلات زيات شوي دي

کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
په بلخ کې د انکورو حاصلات د تېرکال په پرتله ۳۰ سلنه ډېر شوي دي.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې؛ تېرکال د بلخ د انګورو له بڼونو څخه ۴۴ زره او ۱۰۰ ټنه انګور ترلاسه شوي وو، په داسې حال کې چې تمه کېږي سږکال دغه شمېر ۶٣ زرو ټنو ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د انګورو د حاصلاتو راټولول نوي پيل شوي دي.
د بلخ د کرنې او اوبو لګولو رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د نويو بڼونو جوړول، د بڼوالۍ له نويو لارو چارو سره د بڼوالو بلدتيا او د بوټو د آفتونو محنيوى په بلخ کې د انګورو د حاصلاتو د زياتوالي علتونه دي.
بلخ ۲۵ ډوله انګور لري چې هر يو یې ښه خوند او د افغانستان په بازارونو کې پېردوونکي لري.
د بلخ انګور د پايتخت په ګډون په نورو ولايتونو کې هم پلورل کېږي، خو سږکال د وسله والو طالبانو د بريدونو په زياتوالي سره ويل کېږي بازارونو ته د بلخ د انګورو د لېږدونې بهير له ستونزه سره مخ شوى دى چې له دې پلوه بڼوال اندېښنه لري.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته