امنیت

په بلخ کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د يوه ماشوم آزادول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
دبلخ ولايت د ملي امنيت د رياست موظفينو تيره شپه يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوره او د پيښې عاملين يې ونيول.
د بلخ ولايت دملي امنيت د رياست يوه مسوول خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل: درې کلن ماشوم سالار چې په بغلان ولايت کې د دريو تنو انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوى او د بلخ ولايت ته بيول شوى و؛ دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: تښتوونکي چې د بغلان ولايت اوسيدونکي دي؛ د ماشوم له کورنۍ څخه يې٢٠ زره امريکايي ډالره غوښتي و.
ويل کيږي دغه ماشوم نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته