خبرونهاقتصادټولنه

په بلخ کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش له لارې څه د پاسه ۱۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي

 کابل ، د ثور ۱۸ مه ، باختر

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له وروستیو بدلونونو وروسته په ټول هېواد کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش څانګې له بیا فعالېدو سره د هېوادوالو پرمخ د الکترونیکي پېژندپاڼو وېش څانګې پرانیستي او خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د بلخ د احصایې او معلوماتو رییس مولوي نور وثیق وایي، چې په دغه ولایت کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د دریو وېش څانګو د فعالیتونو له پیل سره څه باندې ۶۷ زرو کسانو الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي.

نوموړی زیاتوي، چې د پېژندپاڼو د وېش له لارې یې ۱۹ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د وثیق په خبره، په بلخ کې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګې د ۹۳ تنو کارکوونکو په لرلو سره، چې ۸۲ یې نارینه او ۱۱ یې ښځینه دي، هره ورځ شاوخوا دوه زره مراجعینو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش خدمتونه وړاندې کوي.

وثیق زیاتوي، د دغه ولایت د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګې د نویو تذکرو پر وېش سربېره د زېږونونو او ودونو د ثبت، د مثنی تذکرې او د تذکرې د تجدید خدمات هم وړاندې کوي.

چارواکي وايي چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره ژمنه ده، چې د الکترونیکي تذکرو د وېش په برخه کې هېوادوالو ته چټک او پر وخت خدمتونه ترسره کړي او په دې برخه کې د بېلابېلو اسانتیاوو په برابرولو سره هڅه کوي چې د دې ملي پروسې د پلي کېدو بهیر لاچټک کړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته