ټولنه

په بلخ کې دکبانو دروزنې لس فارمونه جوړ شول .

کابل باختر د سلواغې  څوارلسمه :
په بلخ ولايت کې نن  دکبانو دروزنې لس فارمونه جوړ شول .
دبلخ ولايت  دمالداري  او بڼوالى دپروژې  مسوول  فهيم جباري  باختراژانس ته وويل  چې دلومړى ځل لپاره  ددغه ولايت  دکرنې اوبولګولو او مالدارى رياست  په همکارى  ددهدادي او نهر شاهي په ولسواليو کې  دکبانو  دروزنې لس فارمونه  جوړ شوي دي  .
  ده زياته کړه  چې هر فارم  په يو کال کې  څه دپاسه  اته ټنه کبان توليدوي .
دبلخ ولايت  دمالداري اوبڼوالى دپروژې مسوول وويل که چيرې  دکبانو دروزنې بهير  دوام ومومي بايد تر راتلوونکو پنځو کلونو پورې  دبلخ ولايت  دکبانو دتوليد له پلوه په ځان  دډډې لګولو پړاو ته ورسېږي .
ختم_ ف _ اکرم                                      

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته