په بلخ کې دکانکور آزموينه پيل شوه

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٢١ :
دبلخ ولايت دمرکز او ولسواليو د دولسمو ټولګيو له دولس زرو يوسلو اويا تنو فارغانو څخه  دکانکور ازموينه اخيستل کيږي .
دغه ازموينه  نن پيل شوه اوپنحه ورځې دوام کوي .
دبلخ ولايت د ازموينو د کميټې رييس ډاکتر اسراسرالدين ګلزار باختراژانس ته وويل: په دې ازموينه کې ددغه ولايت دمرکز او ولسواليو د ليسو ددولسمو ټولګيو دولس زره يوسلو اوياتنو فارغانو ګډون کړي دي چې  پنځه زره يوسلو څوارلس تنه يې نجونې دي .
دغه راز دبلخ پوهنتون رييس استاد الکوزي باختراژانس ته وويل: موږ هلې ځلې کوو چې سږکال دجذب زمينه زياته کړو چې په همدې خاطر مو په دغه پوهنتون کې د نورو پوهنځيو ترڅنګ، دکمپيوټرساينس ، ژورناليزم ، حسابداري او فارمسي پوهنځي مو جوړ کړى دى .
په بلخ پوهنتون کې يوولس زره تنه محصلان په زده کړې بوخت دي چې د لوست چارې دڅلور سوو تنو استادانو له  خوا پرمخ بيول کيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته