اقتصاد

په بلخ کې دڅلورو کيلومترو په اوږدوالي سړک پخېږي .

کابل باختر د زمري شپږمه : په بلخ ولايت کې دکابو څلورو کيلومتروپه اوږدوالي دسړک دپخولو کار نن پيل شو . دبلخ ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس عبدالباسط عيني باختراژانس ته وويل چې دغه سړک دمزارشريف ښار په سجاديه ښارګوټي کې دالمان په مرسته د څه دپاسه يو مليونو درې سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت پخېږي . ده زياته کړه په دې ښار ګوټي کې څه دپاسه درې زره کورنۍ ژوند کوي او دخپلو سړکونو دکچه والي په نسبت له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته