په بلخ کې دپوځي عملياتو په بهير کې د ١٧ تنو طالبانو نيول کيدل
کابل باختر دلړم دويمه
په بلخ ولايت کې دپوځي عملياتو په بهير کې اوولس تنه وسله وال طالبان ونيول شول .
دغه جګړه ماران پرون کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا پرې بريد وشو او ونيول شول .
باختر اژانس دناټو دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغه وسله وال طالبان مخکې له دې چې دبلخ ولايت په مربوطاتو کې په تروريستي بريدونو لاس پورې کړي ونيول شول .
ناټو وايي چې په دغو پوځي عملياتوکې يې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو هم ترلاسه کړې ده .
ويل کيږي چې په دې ډيپو کې دوسله والو طالبانو په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل او يوه اندازه نشه يي او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
په خبرپاڼه کې په دغو عملياتوکې افغان پوځيانو او دناټو ځواکونو اوملکي وګړو ته دسردرسيدلو زيانونو په باب څه نه دي ويل شوي .