په بلخ کې دپوځيانو په نويو هوايي بريدونو کې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيانونه اوښتي دي .
کابل باختر د وري شپاړلسمه :
ديارلس تنه وسله وال طالبان په بلخ ولايت کې دپوځيانو په هوايي بريدونوکې ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
په دغو طالبانو تيره شپه دچمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې بريدونه وشول .
څه ناڅه يوه اوونۍ کېږي چې پوځيانو په چمتال ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو پرضد دوليد- ١ په نامه عمليات پيل کړي دي .
ددغو عملياتو او دپوځيانو په هوايي او ځمکنيو بريدونوکې تراوسه پورې په لسګونو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
له بلې خوا هم ويل کېږي چې پوځيانو په دغو عملياتو کې څو کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم