امنیت

په بلخ کې ديوه پله دترميمولو او بياجوړولو کار پيل شو.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
په بلخ ولايت کې ديوه پله دترميمولو او بياجوړولو کار پيل شو.
ددغه پله دجوړولو کار چې دمزارشريف – کابل په لويه لاره کې دکمپنى کمپ دښارګوټي په سيمه کې موقعيت لري دکليو دبياجوړولو او پراختيا دوزير له خوا پرون پرانستل شو .
دبلخ ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغه پل چې لس متره اوږدوالى اولس متره سور لري دميثاق شهروندى په نامه دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت له بودجې څخه دشپږو ميليونو افغانيو په لګښت په يوه کال کې جوړيږي ويل کيږي : ددغه پله دجوړولو کار په بشپړيدو سره دسيلاونو دراوتلو له امله د درې زره څلور سوه کورنيو ستونزې لرې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته