کابل / دليندې ٩مه / باختر :
دوسله والو طالبانو يو قوماندان پرون مازيګر په بلخ کې له پنځو ملګروسره يې ووژل شو . د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې دطالبانو يوسيمه ييز قوماندان ګل نبي دبلخ دچاربولک ولسوالۍ په اق تپه کلي کې له پنځو ملګروسره يې ووژل شو .
هغه زياته کړه چې په دې نښته کې دبلخ دچمتال ولسوالۍ لپاره دطالبانو داکمالاتو مسوول په لوى لالا مشهور ملا بشير ټپي شو .
دوه شپې مخکې هم دچمتال ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوي ولسوال شاه محمد جابر په هوايي بريد کې په همدې سيمه کې ووژل شو .
ختم_ شکريه_اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ