امنیت

په بلخ کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور دڅلورو تنو نيول کيدل .

کابل باختر د سلواغې  لومړى :
دبلخ ولايت پوليسو پرون څلور تنه چې دنشه يي توکو اودجنګي وسايلو په قاچاقو او غلاکې دلاس لرلو تور پرې لګول شوى دى ، ونيول .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال عبدالرزاق قادري دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دوه تنه له ديارلسو روسي مکروف ډوله تومانچو سره چې غوښتل يې دغه وسلې دپروان ولايت ته وليږدوى له يو کرولا موټر اوسلو زرو افغانيو اوله څه دپاسه يوزرو پنځه سوه امريکايي ډالرو سره دپوليسو له خوا ونيول شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل : پوليسو په يوبل اقدام کې ديوه ښاري ټکسي موټر چلوونکى نيولى دى چې دخلکو دتيرايستلو او مسمومولو او دهغوى دپيسو اومالونو دلوټونې  تور پرې لګيدلى دى .
دغه راز يوتن دپوليسو له خوا دمزارشريف  ښار په يوه پلورنځي کې له پنځه څلويښتو بوتلو الکولي مشروباتو سره نيول شوى دى .
خبرځاى زياته کړه چې نيول شوي کسان  دزياتو تحقيقاتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته