ټولنه

په بلخ کې دملي اردو دسرتيرو له خوا له سلګونو بې وزلو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر د ثور  پنځمه :
دهېواد په شمال کې دملي اردو سرتيرو په بلخ ولايت کې له سلګونو بې وزلو کورنيو سره مرسته وکړه .
په دغو مرستو کې خوراکي اوغير خوراکي توکي شامل و چې نن په دهدادي  ولسوالۍ کې  په اړو کسانو وويشل شوه .
دهېواد په شمال کې  دشاهين قول اردو يوه قوماندان باختراژانس  ته وويل چې په دې پړاو کې په سلګونو کورنيو وريجې ، غوړي ، لوبيا ، اوړه ، ترپال ، شړى او جامې وويشلې شوې .
ده وويل دهېواد په شمال کې په اړو کورنيو دملي اردو دمرستې بهير دوام لري .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته