امنیت

په بلخ کې دطالبانو درې تنه قوماندانان ووژل شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
دوسله والو طالبانو دډلې  درې تنه قوماندانان  په بلخ ولايت کې دپوځي عملياتو په بهير کې ووژل شول .
  په دغو عملياتو کې  چې دچمتال ولسوالۍ په ځينو سيمو کې دوام لري  ، شپږ تنه نور وسله وال طالبان  ټپيان شوي دي.
دغه راز ويل کيږي چې  پوځيانو   د دغو عملياتو په بهيرکې تراوسه پورې شپږ کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي دي او دهغوى په لسګونو جنګي وسايل يې هم  ترلاسه کړي دي .
د بلخ ولايت دامنيې قوماندانۍسرپرست جنرال عبدالرزاق  قادري دباختر آژانس خبريال ته وويل  چې د دغو عملياتو په بهيرکې تراوسه پورې دطالبانو درې تنه قوماندانان وژل شوي دي  او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
ده وويل چې پوځيانو د دغو عملياتو په بهيرکې پنځه کلي دطالبانوله شتون څخه پاک کړي دي اودغه راز ددغې ډلې   په لسګونو جنګي وسايل او وسايط يې ترلاسه کړي دي .
دغه پوځي عمليات  دسر پل ، جوزجان  او  د بلخ  له ولايتونو څخه دسلګونو تنو  تښتيدلو  وسله والو طالبانو   له راټوليدو وروسته  پيل شوي دي .
جنرال قادري وايي  چې دغه عمليات به  دچمتال ولسوالۍ دځينو سيمو تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته