په بلخ کې درې تنه د غلا په تړاو ونيول شول
کابل / د غبرګولي ٢۸مه / باختر
د بلخ پوليسو درې وسله وال کسان په دغه ولايت کې د غلا په اړوند ونيول.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ ځواکونو دغه کسان د بلخ د شولګرې ولسوالۍ په خيرآباد کلي کې د عملياتو په بهير کې نيولي دي.
عادل زياته کړه چې دغه کسان د وسله والې غلا په څو قضیو کې لاس لاره او له هغوی څخه دوه وسلې، ١۵ موبايلونه او نغدې پيسې ترلاسه شوې دي.
ختم-ج-ا