امنیت

په بلخ کې درايو ورکولو ديو مرکز په وړاندې دوسله والو طالبانو ناکام بمي بريد

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
پوځيان وايي  چې  په بلخ ولايت کې  درايو ورکولو  ديو مرکز په وړاندې يې دوسله والو طالبانو بمي بريدناکام کړى دى .
وسله والو طالبانو نن دغرمې په شاوخوا کې غوښتل چې په  چمتال ولسوالۍ کې  په بمي بريد سره   رايې ورکوونکي  په وينو او خاورو ليت پت او  ولړي .
دبلخ ولايت يوه امنيتي مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې امنيتي ځواکونو دځانګړو تدبيرونو په نيولو سره  دغه بم شنډ کړ  او درايه ورکوونکو لپاره يې   ديوې مرګانۍ پيښې مخه ونيوله .
ده وسله وال طالبان ددغه بمي بريد مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دنيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته