کابل باختر دثور دوه ويشتمه :
په بلخ ولايت کې سيلاونو داستوګنې درې سوه کورونه ونړول .
دبلخ ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري دملي ادارې رييس رحمت الله زاهد دباختراژانس خبريال ته وويل پرون دسيلاونو دراوتلو له امله دبلخ ولايت دچهاربولک ولسوالۍ په دريو کليو کې داستوګنې درې سوه کورونه ړنګ شول .
خبرځاى زياته کړه دغه راز دغو سيلاونو دکړنې څه ناڅه زر جريبه ځمکه ويجاړ کړې ده .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، تراوسه له زيانمنو شويو کسانو سره مرسته نه ده شوې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ