کابل باختر د ثور څوارلسمه :
دمدني ټولنې بنسټونو نن دبلخ په ولايت کې دبدخشان دزړه بوږ نوونکي پيښې زيانمنو شويوکسانو ته دمرستې دراټولولو لپاره دبسپنې صندوق جوړ کړ .
په بلخ کې دمدني ټولنې مسوول سروش کاظمي دباختراژانس خبريال ته وويل دبسپنې دغه صندوق دبلخ دمدني ټولنې دبنسټ په نوښت جوړ شوى دى چې دبدخشان دزړه بوږ نوونکي پيښې دتواني شويو لپاره په غم شريکي کې مرسته وکړي .
دده دڅرګندونوله مخې دوي دمزارشريف ښاروالۍ تر څنګ په يوه خيمه کې صندوق جوړ کړى دى چې دبلخ ولايت اوسيدونکي کولاي شي دمرستې پيسې په صندوق کې واچوي اوپه دې ډول دپيښې له تاواني شويو کسانوسره مرسته او غم شريکي وکړي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ