کابل باختر د کب دويمه :
د بلخ ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست د ځينومرستندويو هيوادونو په ملاتړ په دغه ولايت کې دکبانو د روزنې فارمونه جوړوي .
سيمه ئيز مقامات وايي چې زياترو تمويلوونکو موسسو د دغې پروژې د عملي کولو لپاره خپل تيارى څرګندکړى دى.
دبلخ ولايت دکرنې او اوبولګولو رييس کاتب شمس باخترآژانس ته وويل: دغه پروژه د تمويلوونکو موسسو له خوا منل شوې ده او موږ په پيل کې دکرنې او اوبو لګولو رياست په بڼ کې په آزمايښتي ډول دکبانو د روزنې يو فارم جوړو او دکبانو په روزنې لاس پورې کوو او له هغه وروسته له دغه فارم څخه دکبانو تخمونه او بچيان دکبانو د روزنې په مينه والو ويشو.
خبرځاى زياته کړه: دغه فارم په نږدې راتلوونکي کې د دهدادي په ولسوالۍ کې جوړيږي او دکرني اواوبو لګولو رياست په لارښوونه دکبانو دروزنې فارمونه دخلم، دهدادي اوچاربولک په ولسواليوکې پراختيا مومي.
دبلخ ولايت دکرنې او اوبولګولو درياست دمالدارۍ عمومي آمر وويل: په وروستيو کلونوکې په دغه ولايت کې د کبانو له روزنې او ساتنې سره علاقمندي مخ په زياتوالې ده. ځکه دکبانو روزنه آسان کار دى او زيات عوايدورڅخه ترلاسه کيږي.
0 1 دقیقه لوستل